5 ګورئ، تاسو خلق د مِصريانو نه ډېر زيات شوى يئ. او اوس تاسو دا هم غواړئ چې دوئ کار بس کړى.“
هم هغه شان څنګه چې زلمو ورته وئيلى وُو. هغۀ ووئيل، ”زما پلار په تاسو باندې درانۀ بوجونه اچولى وُو، خو زۀ به دا نور هم درانۀ کړم. هغۀ تاسو په کوړو باندې وهلئ، خو زۀ به تاسو په لړمانو باندې سموم.“
هغوئ ته ووايه چې زما پلار په تاسو باندې درانۀ بوجونه اېښى دى، زۀ به دا نور هم درانۀ کړم. هغۀ تاسو په کوړو وهلئ، خو زۀ به تاسو په داسې کوړو ووهم چې لکه د لړم ټک به ورکوى.“
چې کله موسىٰ لوئ شو نو هغه خپلو خلقو عبرانيانو له لاړو او هغۀ وليدل چې د هغوئ نه سخت کار اخستلے شو. هغۀ دا هم وليدل چې يو مِصرى يو عبرانے وهلو، دا د موسىٰ د خپلو خلقو نه يو کس وو.
په ګڼو خلقو د بادشاه عزت جوړ وى، او د خلقو نشتوالے د شهزاده تباهى ده.