19 د بنى اِسرائيلو آفسرانو ته پته ولګېده چې دوئ په بد حالت کښې دى، چې کله هغوئ ته ووئيلے شول چې دوئ به هره ورځ هم هغه هومره خَښتې جوړوى چې څومره يې مخکښې جوړولې.
اوس واپس کار له لاړ شئ. تاسو له به هغوئ لږ بوس هم نۀ درکوى، خو اوس به خامخا هم هغه هومره خَښتې جوړَوئ.“
چې څنګه دوئ د فِرعون د دربار نه راووتل، نو دوئ د موسىٰ او هارون سره مِلاو شول، ځکه چې هغوئ د دوئ اِنتظار کولو.
او هم هغه هومره خَښتې ترې نه غواړئ چې څومره يې مخکښې جوړولې، تاسو پرې يوه هم مۀ کموئ. دوئ خو کار نۀ کوى، نو ځکه دوئ هر وخت مِنتُونه کوى چې زۀ دوئ پرېږدم چې لاړ شى او خپل خُدائ پاک ته قربانۍ پېش کړى.
ما يو ځل بيا نظر واچولو او هغه ټول ظلم مې وليدو کوم چې په مخ د زمکې کيږى. ګوره د مظلومانو وښکې څاڅى خو د تسلۍ ورکولو والا هيڅوک نۀ وى. ظالمان ډېر زورَور دى او مظلومان ډېر بېوسه دى.
چې کله تۀ وګورې چې په يوه علاقه کښې غريبانانو باندې ظلم زياتے کيږى او هغوئ ته صداقت او اِنصاف او د هغوئ حقُونه نۀ ملاويږى نو په دې باندې مۀ حېرانېږه. د هر آفسر دپاسه بل آفسر وى او د هغوئ د سر دپاسه نور آفسران وى.
مالِک خُدائ به خپل خلق بچ کړى کله چې هغه ووينى چې د هغوئ طاقت ختم شو. هغه به په هغوئ رحم وکړى څوک چې د هغۀ خِدمت کوى، کله چې وګورى چې هغوئ څومره بېمددګاره دى.