16 مونږ له بوس نۀ راکوى، خو بيا هم هغوئ د خښتو جوړولو حُکم راکوى او ګوره، مونږ وهلے هم شُو. خو دا ستا د خپلو خلقو غلطى ده.“
دوئ يو بل ته ووئيل، ”راځئ چې خَښتې جوړې کړُو او په اور يې پخې کړُو.“ نو داسې د دوئ سره د آبادۍ دپاره خَښتې او د دې د انښلولو دپاره تارکول وُو.
هم هغه شان څنګه چې زلمو ورته وئيلى وُو. هغۀ ووئيل، ”زما پلار په تاسو باندې درانۀ بوجونه اچولى وُو، خو زۀ به دا نور هم درانۀ کړم. هغۀ تاسو په کوړو باندې وهلئ، خو زۀ به تاسو په لړمانو باندې سموم.“
نو د بنى اِسرائيلو آفسران راغلل او فِرعون ته يې فرياد وکړو، ”بادشاه سلامت، زمونږ سره داسې ولې کيږى؟
فِرعون ورته ووئيل، ”تاسو ناراسته يئ او کار کول نۀ غواړئ، نو دا ځکه تاسو مِنت کوئ چې زۀ تاسو تلو ته پرېږدم چې مالِک خُدائ ته قربانۍ پېش کړئ.
ما يو ځل بيا نظر واچولو او هغه ټول ظلم مې وليدو کوم چې په مخ د زمکې کيږى. ګوره د مظلومانو وښکې څاڅى خو د تسلۍ ورکولو والا هيڅوک نۀ وى. ظالمان ډېر زورَور دى او مظلومان ډېر بېوسه دى.
په هغه ورځ کله چې تۀ پېدا شوې، نو هيچا ستا نوم پرې نۀ کړو او نۀ چا په اوبو ولمبولې چې پاک دې کړى، او نۀ په تا چا مالګه ومږله او نۀ تۀ چا په اورڼى کښې ونغښتې.