15 نو د بنى اِسرائيلو آفسران راغلل او فِرعون ته يې فرياد وکړو، ”بادشاه سلامت، زمونږ سره داسې ولې کيږى؟
چرته چې قېديان هم په آرام وى، او هغوئ د ظالمانو آواز نۀ اورى.
نو مِصريانو په بنى اِسرائيلو باندې مشران مقرر کړل چې په زور يې ترې نه کار اخستو. بنى اِسرائيلو د فِرعون دپاره د پتوم او رعمسيس ښارونو نه ګودامونه جوړ کړل.
د هغوئ سختو مِصريانو مشرانو بنى اِسرائيل آفسران وهل، کوم چې هغوئ د دې کار مشران مقرر کړى وُو. ورته يې وئيل، ”تاسو ولې هم هغه هومره خَښتې نۀ جوړَوئ لکه چې څومره تاسو مخکښې جوړولې؟“
مونږ له بوس نۀ راکوى، خو بيا هم هغوئ د خښتو جوړولو حُکم راکوى او ګوره، مونږ وهلے هم شُو. خو دا ستا د خپلو خلقو غلطى ده.“