14 د هغوئ سختو مِصريانو مشرانو بنى اِسرائيل آفسران وهل، کوم چې هغوئ د دې کار مشران مقرر کړى وُو. ورته يې وئيل، ”تاسو ولې هم هغه هومره خَښتې نۀ جوړَوئ لکه چې څومره تاسو مخکښې جوړولې؟“
د هغوئ سختو مشرانو په دوئ زور راوړلو چې هره ورځ به هم هغه هومره خَښتې جوړوى چې څومره يې مخکښې جوړولې چې کله هغوئ ته بوس مِلاوېدل.
نو د بنى اِسرائيلو آفسران راغلل او فِرعون ته يې فرياد وکړو، ”بادشاه سلامت، زمونږ سره داسې ولې کيږى؟
هم په هغه ورځ فِرعون د دوئ سختو مِصريانو مشرانو او بنى اِسرائيلو آفسرانو له حُکم ورکړو چې،
مالِک خُدائ پاک ربُ الافواج فرمائى، ”اے په صيون کښې زما خلقو، د اسوريانو نه مۀ يرېږئ، اګر چې هغوئ په تاسو پسې چُوکه او ډنډه راخلى لکه څنګه به چې مخکښې مِصريانو درسره کول.