13 د هغوئ سختو مشرانو په دوئ زور راوړلو چې هره ورځ به هم هغه هومره خَښتې جوړوى چې څومره يې مخکښې جوړولې چې کله هغوئ ته بوس مِلاوېدل.
هغوئ د اصُولو په مطابق د جونګړو اختر وکړو، هغوئ هره ورځ د هغه ورځې مقررې قربانۍ پېش کولې،
هغه د ښار د شور نه نفرت کوى، او خرکار ورسره نشته چې په دې باندې آواز وکړى.
نو مِصريانو په بنى اِسرائيلو باندې مشران مقرر کړل چې په زور يې ترې نه کار اخستو. بنى اِسرائيلو د فِرعون دپاره د پتوم او رعمسيس ښارونو نه ګودامونه جوړ کړل.
هغه وائى چې تاسو ځئ او چې چرته هم تاسو د خپلو ځانونو دپاره بوس راپېدا کولے شئ نو پېدا يې کړئ، خو د خښتو د جوړولو په شمېر کښې به کمے نۀ راولئ.“
نو خلق د مِصر ټول مُلک کښې خوارۀ شول چې بوس راجمع کړى.
د هغوئ سختو مِصريانو مشرانو بنى اِسرائيل آفسران وهل، کوم چې هغوئ د دې کار مشران مقرر کړى وُو. ورته يې وئيل، ”تاسو ولې هم هغه هومره خَښتې نۀ جوړَوئ لکه چې څومره تاسو مخکښې جوړولې؟“
هم په هغه ورځ فِرعون د دوئ سختو مِصريانو مشرانو او بنى اِسرائيلو آفسرانو له حُکم ورکړو چې،