10 د هغوئ نه سخت کار اخستونکى مشران او د دوئ آفسران بهر لاړل او بنى اِسرائيلو ته يې ووئيل، ”فِرعون وئيلى دى چې هغه به تاسو له نور بوس نۀ درکوى.
نو مِصريانو په بنى اِسرائيلو باندې مشران مقرر کړل چې په زور يې ترې نه کار اخستو. بنى اِسرائيلو د فِرعون دپاره د پتوم او رعمسيس ښارونو نه ګودامونه جوړ کړل.
بيا مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”ما وليدل چې زما د خلقو سره په مِصر کښې څومره ظلم کيږى، ما د هغوئ فرياد اورېدلے دے چې هغوئ د ظالمانو مشرانو نه خلاص شى. ما ته د هغوئ د ټولو تکليفونو پته ده،
هغه وائى چې تاسو ځئ او چې چرته هم تاسو د خپلو ځانونو دپاره بوس راپېدا کولے شئ نو پېدا يې کړئ، خو د خښتو د جوړولو په شمېر کښې به کمے نۀ راولئ.“
هم په هغه ورځ فِرعون د دوئ سختو مِصريانو مشرانو او بنى اِسرائيلو آفسرانو له حُکم ورکړو چې،
په دې خلقو د مخکښې نه نور هم سخت کار کوئ او په داسې کار يې آخته کړئ چې د دې دروغو خبرو اورېدو وخت هم ورسره نۀ وى.“
کۀ يو حکمران دروغو ته توجو ورکوى، نو د هغۀ ټول آفسران به بدکاران شى.
د جنوبى صحرا د ځناورو په حقله د خُدائ پاک پېغام دا دے، هغه سفيران به په داسې خطرناک مُلک کښې سفر کوى، چرته چې ازمرى اوسيږى او چرته چې تور ماران او نور زهرژن ماران دى. هغوئ د يو داسې قوم دپاره خپل خرونه او اوښان د قيمتى تُحفو نه بار کړى دى څوک چې د دوئ هيڅ مدد نۀ شى کولے.