1 د دې نه پس موسىٰ او هارون د فِرعون دربار ته لاړل او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، زما خلق تلو ته پرېږده چې دوئ زما د عزت دپاره په صحرا کښې اختر وکړى.“
کله چې اخىاب الياس وليدو، نو هغۀ ورته ووئيل، ”زما دشمنه، زۀ دې پېدا کړم؟“ الياس ورته وفرمائيل، ”آو، تۀ مې پېدا کړې، تا خپل ځان هغه څۀ ته حواله کړے دے چې د مالِک خُدائ په نظر کښې غلط دى.
زۀ به ستا شريعت بادشاهانو ته بيان کړم زۀ به د چا نه هم نۀ شرمېږم.
نو موسىٰ او هارون فِرعون له لاړل او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ، د عبرانيانو خُدائ پاک فرمائى چې، تۀ به تر کومې پورې زما د منلو نه اِنکار کوې؟ زما خلق تلو ته پرېږده، چې هغوئ زما عبادت وکړى.
کۀ تۀ هم دغه شان اِنکار کوې، نو ګوره، سبا به زۀ ستا مُلک ته د قحطۍ مُلخان درولېږم.
نو موسىٰ ورته وفرمائيل، ”مونږ به ټول سره د خپلو ځوانانو او زړو ځُو. مونږ به د ځان سره خپل زامن، لوڼه، ګډې، چېلۍ او خپل څاروى هم بوځُو، ځکه چې مونږ به د مالِک خُدائ په درناوى کښې اختر کوُو.“
زما خلق به ستا خبره واورى. نو تۀ د بنى اِسرائيلو مشران د مِصر بادشاه له بوځه او هغۀ ته ووايه چې، مالِک خُدائ د عبرانيانو خُدائ پاک، مونږ ته په خپله ځان څرګند کړو. اوس تۀ مونږ په صحرا کښې د درېو ورځو سفر ته پرېږده چې مالِک خُدائ، زمونږ خُدائ پاک ته قربانۍ پېش کړُو.
اوس زۀ تا ته سوال کوم، تۀ ما ته خپلې ارادې وښايه چې زۀ ستا خِدمت وکړم او تا رضا کړم. دا هم ياد ساته چې تا دا قوم خپل خلق ګڼلى دى.“
ما تا ته وفرمائيل چې زما زوئ پرېږده چې لاړ شى، چې هغه زما عبادت وکړى، خو تا اِنکار وکړو. نو زۀ به اوس ستا مشر زوئ ووژنم.“
”لاړ شه او د مِصر بادشاه فِرعون ته ووايه چې هغه دې بنى اِسرائيل د دې مُلک نه تلو ته پرېږدى.“
دا هغه کسان وُو چا چې د مِصر بادشاه فِرعون ته ووئيل چې بنى اِسرائيل د مِصر نه بهر تلو ته پرېږده.
بيا فِرعون ته ووايه چې مالِک خُدائ د عبرانيانو خُدائ پاک، زۀ رالېږلے يم چې تا ته ووايم چې د هغۀ خلق تلو ته پرېږده چې دوئ په صحرا کښې د هغۀ عبادت وکړى. خو ګوره، تا تر اوسه پورې دا خبره ونۀ منله.
چې څنګه ما حُکم درکړے دے هارون ته هغه هر څۀ ووايه او هغه به فِرعون ته ووائى چې بنى اِسرائيل د هغۀ د مُلک نه تلو ته پرېږدى.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”فِرعون له ورشه او هغۀ ته ووايه چې مالِک خُدائ فرمائى، زما خلق تلو ته پرېږده چې دوئ زما عبادت وکړى.
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”هارون ته ووايه چې زمکه په خپله امسا ووهه، نو د ټول مِصر د مُلک خاورې نه به ماشى جوړ شى.“
نو هارون زمکه په خپله امسا ووهله او د مِصر د مُلک د ټولې خاورې نه ماشى جوړ شول، چې ټول خلق او ځناور يې پټ کړل.
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”سبا سحر وختى لاړ شه او د فِرعون سره مِلاو شه چې کله هغه درياب ته ځى، نو هغۀ ته ووايه چې مالِک خُدائ فرمائى، زما خلق تلو ته پرېږده چې دوئ زما عبادت وکړى.
مونږ به خامخا په صحرا کښې درې ورځې سفر کوُو چې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته په صحرا کښې قربانۍ پېش کړُو، لکه څنګه چې هغۀ مونږ له حُکم راکړے دے.“
بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”فِرعون له لاړ شه او ورته ووايه چې مالِک خُدائ، د عبرانيانو خُدائ پاک فرمائى، چې زما خلق تلو ته پرېږده چې زما عبادت وکړى.
خو کۀ تۀ اِنکار کوې او هغوئ بيا هم تلو ته نۀ پرېږدى،
د صيون په غرۀ به مالِک خُدائ ربُ الافواج د دُنيا د ټولو قومونو دپاره يوه مېلمستيا وکړى، دا مېلمستيا به د ښې غوښې او د انګورو د ښو ميو وى.
خو تۀ، اے بنى آدمه، د هغوئ نه او د هغوئ د خبرو نه مۀ يرېږه. کۀ د هغوئ دهمکى تا د ازغو او يا د لړمانو په شان راګېر هم کړى. مۀ د هغوئ خبرو نه يرېږه، مۀ د هغوئ د نېغو کتلو نه يرېږه، ځکه چې دا قوم سرکشه دے.
او زما د خاطره به تاسو حاکمانو او بادشاهانو ته وړاندې کوى چې د هغوئ او غېريهوديانو دپاره ګواهان شئ.
د هغه چا نه مۀ يرېږئ څوک چې وجود وژنى خو روح نۀ شى وژلے، خو د هغه چا نه يرېږئ څوک چې روح او بدن دواړه په دوزخ کښې بربادولے شى.
او اوس اے مالِکه، د هغوئ دهمکيانو ته غور وکړه او خپلو خادِمانو ته پوره زړۀ ورتيا ورکړه چې ستا کلام بيان کړى.
نو راځئ چې مونږ اختر وکړُو، نۀ په زړه خمبيره او نۀ د بدۍ او نۀ د شرارت په خمبيره بلکې په صفا زړۀ او د رښتياو په پتيره روټۍ باندې.