8 ګېرچاپېره پړدې ودروه او د دې په دروازه باندې پړده ځوړنده کړه.
موسىٰ د خېمې او قربانګاه نه ګېرچاپېره پړدې ودرولې او دربار ته د ننوتلو په دروازه باندې يې پړده ځوړنده کړه. نو موسىٰ ټول کار سر ته ورسولو.
د خېمې او قربانګاه په مينځ کښې د وينځلو ښانک کېږده او اوبۀ په کښې واچوه.
بيا د زيتُونو په تېلو باندې غوړولو سره خېمه او د دې ټول سامان وقف کړه او داسې به دا مقدس شى.
خو زۀ تا ته دا وايم چې تۀ پطروس يې، چې معنىٰ يې ګټ دے، چې زۀ به خپل جماعت په دې ګټ آبادوم، او په دې به مرګ هم هيڅکله غالبېدے نۀ شى.
او خُدائ پاک په جماعت کښې بېل بېل کسان مقرر کړل، اول رسولان، دوېم نبيان او درېم اُستاذان، بيا معجزې ښوونکى، بيا شفا ورکوونکى، مددګاران، اِنتظام کوونکى او نورې ژبې ويونکى.