7 د خېمې او قربانګاه په مينځ کښې د وينځلو ښانک کېږده او اوبۀ په کښې واچوه.
زۀ خپل لاسونه د ګناه نه وينځم، اے مالِکه خُدايه، نو ستا قربانګاه نه به طواف کوم.
بضلىاېل ښانک او د دې بېخ د زېړو نه جوړ کړل. د دې زېړ د هغې ښځو د ائينو نه مِلاو شوى وُو کومو چې د مالِک خُدائ د حضور خېمې په دروازه کښې خِدمت کولو.
د خېمې په مخکښې د سوزېدونکې نذرانې قربانګاه کېږده.
ګېرچاپېره پړدې ودروه او د دې په دروازه باندې پړده ځوړنده کړه.
”په هغه ورځ به چينه د داؤد د خاندان او د يروشلم اوسېدونکو دپاره کولاو شى چې دوئ د ګناه او ناپاکۍ نه پاک کړى.
نو هغۀ مونږ له خلاصون راکړو، خو د صداقت د کارونو په سبب نۀ، کوم چې مونږ په خپله کړى وُو، بلکې د خپل رحم په وسيله يې ووينځلُو او د روحُ القُدس په وسيله يې نوے ژوند راکړو.
نو راځئ چې د زړۀ د اخلاصه او په پوره باور سره د خُدائ پاک په حضور کښې داخل شُو. ځکه چې زمونږ په ګناه ګار ضمير د مسيح وينه نوستلے شوې ده چې مونږ پاک کړى، او زمونږ بدن په پاکو اوبو سره وينځلے شوے دے.
خو کۀ مونږ په نُور کښې ژوند کوُو لکه څنګه چې هغه په خپله په نُور کښې دے نو بيا مونږ په خپلو کښې شراکت ساتو، او د هغۀ د زوئ عيسىٰ وينه مونږ د هر يو ګناه نه پاکوى.