5 د لوظ صندوق په مخکښې د سرو زرو قربانګاه کېږده کومه چې د سوزېدونکې خوشبويۍ دپاره ده او د خېمې په دروازه باندې پړده ځوړنده کړه.
دا قربانګاه د هغې پړدې نه بهر کېږده کومه چې د لوظ صندوق مخې ته ځوړنده ده. دا هغه ځائ دے چې چرته به زۀ تا سره ملاقات کوم.
د خېمې په مخکښې د سوزېدونکې نذرانې قربانګاه کېږده.
مالِک خُدائ موسىٰ ته دا اصُول وښودل. کله چې د کېمپ د وړلو وخت شى، نو هارون او د هغۀ زامن به مقدسې خېمې ته ننوځى، د لوظ د صندوق په مخکښې پړده به راکوزه کړى او د لوظ صندوق به ورباندې پټ کړى.
عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ لار يم، زۀ حق يم او زۀ ژوندون يم. هيڅوک هم زما د وسيلې نه بغېر پلار له نۀ شى راتلے.
ځکه چې مسيح هغه مقدس ځائ ته ورداخل نۀ شو چې په انسانى لاسونو جوړ وو چې د حقيقى عبادتخانې نقل وو، بلکې هغه په خپله په آسمان کښې داخل شو چې د خُدائ پاک په حضور کښې زمونږ دپاره حاضر شى.