38 چې هغوئ کوم ځائ ته هم سفر کولو نو د ورځې به يې د مالِک خُدائ د حضور وريځ د خېمې دپاسه ليدله او د شپې به يې په وريځو کښې بل شوے اور ليدلو.
د هغه وخت نه واخله چې ما بنى اِسرائيل د مِصر نه راوويستل تر اوسه پورې زۀ کله هم په يو کور کښې نۀ يم اوسېدلے، ما د هغوئ سره سفر کولو او په يوه خېمه کښې اوسېدم.
د هغوئ د پټولو دپاره يې وريځ راخوره کړله، او اور يې راولېږلو چې شپه يې ورله رڼا کړله.
په ورځ کښې به هغۀ د وريځ په ذريعه رهنمائى کوله، او ټوله شپه به يې د اور په رڼا سره بوتلل.
د ورځې به مالِک خُدائ د وريځې په ستن کښې د لار ښودلو دپاره د دوئ نه مخکښې تلو او د شپې د اور په ستن کښې مخکښې تلو چې دوئ ته رڼا وى او چې دوئ د شپې، ورځې مزل کوى.
د ورځې به هر وخت د وريځې ستن د خلقو نه مخکښې وه او د شپې به د اور ستن د هغوئ نه مخکښې وه.
چې هغوئ به چرته خېمې وړلې، نو د ورځې به د مالِک خُدائ وريځ د هغوئ دپاسه وه.
د هغه خوراک نه هيڅ هم د بل سحر پورې مۀ پرېږدئ او چې د هغه قربانۍ د ځناورو هډُوکى مات نۀ کړئ. د فسحې اختر د ټولو اصُولو په مطابق وکړئ.
په کومه ورځ چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه ودرولے شوه، نو وريځ راغله او خېمه يې پټه کړه. وريځ به د شپې د اور په شان ښکارېده.