30 هغۀ د وينځلو ښانک د خېمې او قربانګاه په مينځ کښې کېښودو او اوبۀ يې په کښې واچولې.
بضلىاېل ښانک او د دې بېخ د زېړو نه جوړ کړل. د دې زېړ د هغې ښځو د ائينو نه مِلاو شوى وُو کومو چې د مالِک خُدائ د حضور خېمې په دروازه کښې خِدمت کولو.
او هلته پړدې ته مخامخ هغۀ د سوزېدونکې نذرانې قربانګاه کېښوده. او په هغې باندې يې سوزېدونکې نذرانې او د غلې نذرانې پېش کړې، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.
موسىٰ، هارون او د هغۀ زامنو هلته خپل لاسونه او پښې ووينځلې
د خېمې او قربانګاه په مينځ کښې د وينځلو ښانک کېږده او اوبۀ په کښې واچوه.
زۀ به پاکې اوبۀ په تاسو وشيندم، نو تاسو به پاک شئ. زۀ به تاسو د خپلو ټولو حرام کارو او بُتانو نه پاک کړم.
نو راځئ چې د زړۀ د اخلاصه او په پوره باور سره د خُدائ پاک په حضور کښې داخل شُو. ځکه چې زمونږ په ګناه ګار ضمير د مسيح وينه نوستلے شوې ده چې مونږ پاک کړى، او زمونږ بدن په پاکو اوبو سره وينځلے شوے دے.