Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 40:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 په دې کښې د لوظ صندوق کېږده په کوم کښې چې لس حُکمونه دى او د دې په مخکښې پړده ولګوه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 40:3
16 Iomraidhean Croise  

د هغه وخت نه واخله چې ما بنى اِسرائيليان د مِصر نه راويستلى دى تر اوسه پورې، زۀ هيڅکله په يو کور کښې نۀ يم اوسېدلے، زۀ همېشه په يوه خېمه کښې اوسېدلے يم چې د يو ځائ نه به بل ځائ ته تلم.


هغوئ به زما دپاره د کيکر د لرګى نه يو صندوق جوړ کړى، چې پينځۀ څلوېښت اِنچه اوږد وى، اوويشت اِنچه پلن او اوويشت اِنچه لوړ وى.


زۀ به تا سره هلته ملاقات وکړم او د دې دوو وزرو والا مخلوق په مينځ کښې چې د کفارې صندوق د سر دپاسه دى زۀ به تا له د اِسرائيلو دپاره خپل حُکمونه درکړم.


د کتان نه يوه پړده جوړه کړه چې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه تياره شوې وى. په دې باندې په ګُلکارۍ کښې د وزرو والا مخلوق جوړ کړه.


يعنې زما د حضور خېمه، د لوظ صندوق او د کفارې تخت چې ورباندې پروت دے، د خېمې نور ټول سامان،


د لوظ صندوق، د دې بازوګان، د دې د کفارې تخت او هغه پړده چې ورباندې پټيږى،


موسىٰ د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د دې حُکم کړے دے چې،


د مالِک خُدائ د حضور خېمې ټول کار په ښۀ توګه سر ته ورسېدو. بنى اِسرائيلو هر څۀ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.


هغه به د غوَيى لږه وينه واخلى او د خپلې ګوتې سره به يې د صندوق د کفارې تخت نمرخاتۀ طرف ته وشيندى او بيا به لږه د لوظ صندوق د کفارې تخت په مخکښې اووۀ ځله وشيندى.


مالِک خُدائ موسىٰ ته دا اصُول وښودل. کله چې د کېمپ د وړلو وخت شى، نو هارون او د هغۀ زامن به مقدسې خېمې ته ننوځى، د لوظ د صندوق په مخکښې پړده به راکوزه کړى او د لوظ صندوق به ورباندې پټ کړى.


او د دوېمې پړدې نه وروستو هغه خېمه وه چې ورته زيات مقدس ځائ وائى.


نو بيا په آسمان کښې د خُدائ پاک کور پرانستے شو او په هغه کور کښې د هغۀ د لوظ صندوق ښکاره شو، او بيا د برېښنا شُغلې، د تندر ګړزار، زلزله او د ږلۍ يو لوئ طوفان راغلو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan