29 او هلته پړدې ته مخامخ هغۀ د سوزېدونکې نذرانې قربانګاه کېښوده. او په هغې باندې يې سوزېدونکې نذرانې او د غلې نذرانې پېش کړې، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.
مالِک خُدائ ته وقف شوې د زېړو قربانګاه د نوې قربانګاه او د مالِک خُدائ د کور په مينځ کښې وه، نو احاز دا د خپلې نوې قربانګاه شمالى طرف ته يوړه.
هغۀ پړده د خېمې په دروازه کښې ځوړنده کړه،
هغۀ د وينځلو ښانک د خېمې او قربانګاه په مينځ کښې کېښودو او اوبۀ يې په کښې واچولې.
د خېمې په مخکښې د سوزېدونکې نذرانې قربانګاه کېږده.
نو بيا هغه سړى د مالِک خُدائ د کور دننه دربار ناپ کړو او هغه يو سل او پينځۀ اويا فټه اوږد او يو سل او پينځۀ اويا فټه پلن وو. او قربانګاه د دربار په صحن کښې د مالِک خُدائ د کور مخې ته وه.
بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د سوزېدونکې قربانۍ د نذرانو دپاره به دا اصُول وى او په قربانګاه به وينه وشيندلے شى کله چې دا تياره شى،
مالِک خُدائ د خپلې حضورۍ د خېمې نه موسىٰ ته آواز وکړو او دا اصُول يې ورته وښودل.
اے ړندو، کوم څيز زيات اهم دے، شکرانه کۀ هغه قربانګاه چې شکرانه هم پاکوى؟
زمونږ داسې قربانګاه ده چې هغوئ ترې د خوراک کولو حق نۀ لرى څوک چې په خېمه کښې خدمت کوى.
هغه يو ځل د ټولو دپاره زيات مقدس ځائ ته ننوتو، د چېلو او سخو وينو سره نه بلکې په خپله وينه يې دغه رنګ ابدى خلاصون زمونږ دپاره حاصل کړو.