28 هغۀ پړده د خېمې په دروازه کښې ځوړنده کړه،
او هغۀ ورباندې د خوشبويۍ مصالحې وسوزولې، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.
او هلته پړدې ته مخامخ هغۀ د سوزېدونکې نذرانې قربانګاه کېښوده. او په هغې باندې يې سوزېدونکې نذرانې او د غلې نذرانې پېش کړې، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.
د لوظ صندوق په مخکښې د سرو زرو قربانګاه کېږده کومه چې د سوزېدونکې خوشبويۍ دپاره ده او د خېمې په دروازه باندې پړده ځوړنده کړه.
زۀ دروازه يم. څوک چې زما په وسيله ننوځى هغه به بچ شى. هغه به دننه بهر تلے راتلے شى او د څرن ځائ به ومومى.
عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ لار يم، زۀ حق يم او زۀ ژوندون يم. هيڅوک هم زما د وسيلې نه بغېر پلار له نۀ شى راتلے.
ځکه چې د مسيح په وسيله مونږ دواړه په يو روح کښې د پلار په حضور کښې حاضرېدے شُو.