24 مېز ته مخامخ، جنوب طرف ته، هغۀ په خېمه کښې ډيوټ کېښودو،
ستا کلام زما د پښو دپاره ډيوه ده او زما د لارې دپاره رڼا ده
د زيات مقدس ځائ نه بهر د خېمې ښى طرف ته مېز او ګس طرف ته يې هغه ډيوټ کېږده.
او په دې باندې يې مالِک خُدائ ته پېش کړے شوې روټۍ کېښوده، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.
او هغۀ هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې ډيوې بلې کړې، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.
هغه مېز دننه راوړه او سامان ورباندې کېږده. ډيوټ هم دننه راوړه او ډيوې ورباندې کېږده.
کلام د ازل نه موجود وو او کلام د خُدائ پاک سره وو او هغه کلام خُدائ پاک وو،
او نُور په تيارۀ کښې ځليږى او تيارۀ پرې کله هم غالبه نۀ شوه.
هغه حقيقى نُور دُنيا ته راتلونکے وو کوم چې به په هر يو بنى آدم ځليږى.
عيسىٰ بيا خلقو ته مخاطب شو او وې فرمائيل، ”زۀ د دُنيا نُور يم. څوک چې ما پسې راځى هغه به هيڅکله په تيارۀ کښې نۀ ګرځى بلکې هغه به د ژوندون رڼا ومومى.“
تا چې زما په ښى لاس کښې اووۀ ستورى ليدلى دى او هغه اووۀ د سرو زرو ډيوټونه، د هغې راز دا دے چې اووۀ ستورى د اوو جماعتونو فرښتې دى او دا اووۀ ډيوټونه اووۀ جماعتونه دى.“
خو هغه راياد کړه چې تۀ د څومره اوچت مقام نه پرېوتلې، خو اوس توبه وباسه او هغه کار کوه لکه چې مخکښې دې کړے وو. کۀ تۀ توبه ونۀ باسې نو زۀ به راشم او ستا ډيوټ به د خپل ځائ نه لرې کړم.