23 او په دې باندې يې مالِک خُدائ ته پېش کړے شوې روټۍ کېښوده، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.
موسىٰ او هارون د هغۀ اِمامان وُو، سموئيل هم د دوئ سره شامل وو چې د مالِک خُدائ نوم به يې يادولو. هغوئ مالِک خُدائ ته سوال وکړو، او هغۀ يې سوال قبول کړو.
دا مېز به د لوظ صندوق په مخکښې کېښودلے شى او ما ته پېش کړے شوې مقدسه روټۍ به د همېشه دپاره په مېز پرته وى.
مېز ته مخامخ، جنوب طرف ته، هغۀ په خېمه کښې ډيوټ کېښودو،
هغه مېز دننه راوړه او سامان ورباندې کېږده. ډيوټ هم دننه راوړه او ډيوې ورباندې کېږده.
دولس کلو ښۀ اوړۀ واخله او دولس روټۍ ترې نه پخې کړه.
په دوه ډېرو کښې يې په هغه مېز باندې کېږده چې د سوچه سرو زرو پترى ورباندې خېژولے شوے دے، کوم چې د مالِک خُدائ په حضور کښې دے او چې په هر ډيرى کښې شپږ شپږ روټۍ وى.
هغه د خُدائ کور ته ننوتو او پېش کړے شوې روټۍ يې وخوړه، اګر چې هغه په دۀ او د دۀ په ملګرو ناروا وه او صرف اِمامانو ته روا وه.
نو يوه خېمه جوړه کړے شوه چې په اوله حِصه کښې ډيوټ، مېز او پېش کړے شوې روټۍ وې، چې ورته مقدس ځائ وائى.