17 چې کله هغوئ د مِصر نه راووتل نو د دوېم کال د اولنۍ مياشتې اوله ورځ وه چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه ودرولے شوه.
”دا مياشت به ستاسو دپاره د کال اولنۍ مياشت وى.
موسىٰ هر څۀ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.
موسىٰ د دې پښې لاندې ولګولې، چوکاټونه يې ودرول، لاړى يې ورسره ولګول او د دې ستنې يې ودرولې.
د دوېم کال د دوېمې مياشتې په وړومبۍ ورځ بنى اِسرائيلو د مِصر مُلک پرېښودو نه پس، د سينا په بيابان کښې مالِک خُدائ د خپل حضور په مقدسه خېمه کښې موسىٰ ته وفرمائيل،
د دوېم کال د دوېمې مياشتې په شلمه ورځ د هغې نه پس چې اِسرائيليان د مِصر مُلک نه راوتلى وُو، د مالِک خُدائ د حضور د خېمې نه وريځ اوچته شوه،
په هغه ورځ چې کله موسىٰ د مالِک خُدائ د حضور مقدسه خېمه ودرول پوره کړل، هغۀ مقدسه خېمه او د دې ټول سامان، قربانګاه او د هغې ټول سامان په تېلو غوړ کړل او وقف يې کړل.
د بنى اِسرائيلو د مِصر مُلک نه د وتلو نه پس، د دوېم کال په اولنۍ مياشت مالِک خُدائ د سينا په بيابان کښې د موسىٰ سره خبرې وکړې. مالِک خُدائ ورته وفرمائيل،
په کومه ورځ چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه ودرولے شوه، نو وريځ راغله او خېمه يې پټه کړه. وريځ به د شپې د اور په شان ښکارېده.