Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 40:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 بيا د هغوئ سر په تېلو غوړ کړه، هم هغه شان چې څنګه دې د هغوئ د پلار سر غوړ کړے وو، نو چې د اِمامانو په توګه زما خِدمت وکړى. دا غوړول به هغوئ د راتلونکى ټولو وختونو دپاره اِمامان جوړ کړى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 40:15
15 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ قسم خوړلے دے او خپله فېصله به نۀ بدلوى، ”تۀ به لکه د مَلِک‌صِدق د تل دپاره اِمام يې.“


تاسو په دې ورځ خامخا اختر کوئ چې تاسو ته هغه څۀ درياديږى چې ما مالِک خُدائ څۀ کړى دى. دغه اختر په راتلونکى وختونو کښې همېشه دپاره کوئ.“


دا جامې خپل ورور هارون او د هغۀ زامنو ته ورواغونده. بيا هغوئ مقرر کړه او هغوئ ما ته وقف کولو دپاره د زيتُونو په تېلو غوړ کړه، نو داسې به هغوئ د اِمامانو په توګه زما خِدمت وکړى.


هغوئ ته دا کمربند وتړه او ټوپۍ ورپه سر کړه. نو تۀ به هارون او د هغۀ زامن مقرر کړې. هغوئ او د هغوئ اولاد به د اِمامانو په توګه همېشه دپاره زما خِدمت کوى.


بنى اِسرائيلو ته ووايه چې دا مقدس تېل به په راتلونکى ټولو وختونو کښې زما په خِدمت کښې استعماليږى.


کۀ هر څوک د دې په شان خوشبوئى جوړه کړى يا يې څوک د يو اِمام نه بغېر په بل چا پورې ولګوى نو هغه به نور زما د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.“


د هغۀ زامن راوله او هغوئ ته چُوغې ورواغونده.


موسىٰ هر څۀ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو.


نو هغې وفرمائيل، ”دا دوه غوره شوى سړى دى چې د ټولې دُنيا د مالِک خِدمت وکړى.“


هغه او د هغۀ اولاد به د همېشه دپاره اِمامان مقررولے شى، ځکه چې هغۀ په ما باندې غېرت وکړو او د بنى اِسرائيلو د ګناه کفاره يې ادا کړه.“


هغه بې‌پلاره، بې‌موره، او بې‌نسب‌نامې دے. او نۀ د هغۀ د ژوند شروع او نۀ آخر شته، خو د خُدائ پاک د زوئ په شان هغه تل تر تله اِمام دے.


په دې کښې د بحث خبره نشته چې ورکوټے د لوئ نه برکت مومى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan