11 د وينځلو ښانک او د دې بېخ هم په داسې طريقه وقف کړه.
حيرام د لسو ګاډو دپاره يو يو ښانک جوړ کړو. چې د هر يو مينځ تقريباً دوه ګزه وو او اتۀ سوه ليټره اوبۀ په کښې راتلې.
”د وينځلو دپاره د زېړو يو ښانک جوړ کړه چې بېخ يې هم د زېړو وى. دا د خېمې او د قربانګاه په مينځ کښې کېږده او په هغې کښې اوبۀ واچوه.
د سوزېدونکې نذرانې قربانګاه، ورسره د هغې ټول سامان، او د وينځلو ښانک او د دې بېخ هم په تېلو غوړ کړه.
د سوزېدونکې نذرانې قربانګاه او د هغې ټول سامان، د وينځلو ښانک او د هغې بېخ،
ورپسې، د غوړولو د تېلو په ذريعه د سوزېدونکې نذرانې قربانګاه او د دې ټول سامان وقف کړه او قربانګاه به پوره مقدسه شى.
هارون او د هغۀ زامن د خېمې دروازې ته راوله او هغوئ ته ووايه چې غسل وکړى.
په هغه ورځ چې کله موسىٰ د مالِک خُدائ د حضور مقدسه خېمه ودرول پوره کړل، هغۀ مقدسه خېمه او د دې ټول سامان، قربانګاه او د هغې ټول سامان په تېلو غوړ کړل او وقف يې کړل.