1 بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،
د مالِک خُدائ د حضور هغه خېمه کومه چې موسىٰ په بيابان کښې جوړه کړې وه او هغه قربانګاه چې په کومه باندې قربانۍ سوزولے شوې په هغه وخت کښې لا په جبعون کښې د عبادت په ځائ کښې وې،
يعنې زما د حضور خېمه، د لوظ صندوق او د کفارې تخت چې ورباندې پروت دے، د خېمې نور ټول سامان،
ستاسو ټول کسبګر دې راشى او هغه هر څۀ دې جوړ کړى د کوم چې مالِک خُدائ حُکم درکړے دے،
د مالِک خُدائ د حضور خېمې ټول کار په ښۀ توګه سر ته ورسېدو. بنى اِسرائيلو هر څۀ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.
موسىٰ هغه ټول کار ته وکتل او وې ليدل چې هغوئ دا په صحيح توګه هم هغه شان کړے وو څنګه چې مالِک خُدائ حُکم کړے وو. نو موسىٰ د هغوئ دپاره برکت وغوښتلو.
چې کله هغوئ د مِصر نه راووتل نو د دوېم کال د اولنۍ مياشتې اوله ورځ وه چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه ودرولے شوه.
”د اولنۍ مياشتې په اوله ورځ مالِک خُدائ د حضور خېمه ودروه.