Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 4:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”کۀ هغوئ په تا يقين ونۀ کړى يا د هغوئ په اولنۍ معجزه باندې يقين رانۀ شى، نو په دې بله به د دوئ يقين راشى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 4:8
10 Iomraidhean Croise  

کله چې د اِسرائيل بادشاه دا خط وکتلو، نو هغۀ د يرې نه خپلې جامې وشلولې او وې وئيل، ”د شام د بادشاه دا خيال دے چې زۀ دا جذامى سړے روغ کړم؟ ولې زۀ خُدائ پاک يم، چې ژوندى کول او مړۀ کول کوم؟ هغه په دې کوشش کښې دے چې ما سره جنګ شروع کړى.“


کۀ هغه زخمى کول کوى، نو هغه يې مرهم پټۍ هم کوى، کۀ هغه وهل کوى، نو د هغۀ لاسونه يې علاج هم کوى.


بيا موسىٰ هارون ته هغه هر څۀ وفرمائيل څۀ چې مالِک خُدائ د فرمائيلو دپاره لېږلے وو، هغۀ د هغه معجزو په حقله هم هغۀ ته وفرمائيل د کومو چې مالِک خُدائ د کولو حُکم ورکړے وو.


بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”لاس په چُوغه کښې بيا دننه کړه.“ نو هغۀ لاس دننه کړو او چې کله هغۀ دا ځل رابهر کړو، نو هم هغه شان روغ جوړ شو لکه څنګه چې يې نور بدن وو.


کۀ د دې دواړو معجزو باوجود هم هغوئ په تا يقين ونۀ کړى او کۀ هغوئ ستا د خبرې اورېدو نه اِنکار وکړى، نو لږې اوبۀ د نيل درياب نه راواخله او په اوچه زمکه يې توئ کړه. نو د اوبو نه به وينه جوړه شى.“


هغه مونږ ته ټکے په ټکے، کرښه په کرښه او په مزه مزه تعليم راکوى.“


اګر کۀ عيسىٰ ډيرې معجزې د هغوئ په موجودګۍ کښې وکړې، خو هغوئ په هغۀ باندې ايمان رانۀ وړو


زۀ او يواځې زۀ خُدائ پاک يم، بل يو هم حقيقى خُدائ نشته. زۀ مړۀ کول او ژوندى کول کوم، زۀ زخمى کول او روغول کوم، او هيڅ څوک زما د کارونو مخالفت نۀ شى کولے.


جدعون جواب ورکړو، ”کۀ تۀ زما نه خوشحاله يې نو ما ته څۀ نښې وښايه چې تۀ په رښتيا مالِک خُدائ يې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan