7 بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”لاس په چُوغه کښې بيا دننه کړه.“ نو هغۀ لاس دننه کړو او چې کله هغۀ دا ځل رابهر کړو، نو هم هغه شان روغ جوړ شو لکه څنګه چې يې نور بدن وو.
نو نعمان د اُردن سيند ته کوز شو، اووۀ ځل يې خپل ځان په کښې غوپه کړو، لکه چې څنګه اليشع ورته فرمائيلى وُو او هغه بلکل روغ شو. د هغۀ څرمن د يو ماشوم په شان روغه شوه.
مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”کۀ هغوئ په تا يقين ونۀ کړى يا د هغوئ په اولنۍ معجزه باندې يقين رانۀ شى، نو په دې بله به د دوئ يقين راشى.
عيسىٰ خپل لاس وراوږد کړو او په هغۀ يې کېښودو او وې فرمائيل چې، ”آو، زۀ غواړم چې داسې وکړم.“ بيا يې وفرمائيل چې، ”پاک شه.“ او په هغه ساعت د جذام نه روغ جوړ شو.
کله چې هغه يو کلى ته ورسېدو نو لس جذاميان يې هلته وليدل. هغوئ په څۀ فاصله کښې ولاړ وُو،
زۀ او يواځې زۀ خُدائ پاک يم، بل يو هم حقيقى خُدائ نشته. زۀ مړۀ کول او ژوندى کول کوم، زۀ زخمى کول او روغول کوم، او هيڅ څوک زما د کارونو مخالفت نۀ شى کولے.