6 مالِک خُدائ موسىٰ ته بيا وفرمائيل، ”خپل لاس چُوغې ته دننه کړه.“ نو موسىٰ لاس دننه کړو. او چې کله هغۀ لاس رابهر کړو، نو د هغۀ لاس د څرمنې په بيمارۍ پټ شوے وو، داسې سپين لکه واوره.
نو په دې وجه د نعمان بيمارى به په تا او ستا په اولاد باندې د همېشه دپاره وى.“ کله چې جيحازى لاړو، نو په هغۀ دا بيمارى راغله او د هغۀ څرمن د واورې په شان سپينه شوه.
اِمام به هغه وګورى. کۀ په دانه کښې وېښتۀ سپين شوى وى او دا د ګېرچاپېره څرمنې نه ډُوبه ښکارى، دا د جذام بيمارى ده چې د سوزېدو په وجه شروع شوې ده او اِمام به اِعلان وکړى چې دا ناپاک دے.
او کله چې د خېمې نه وريځ اوچته شوه، نو د مريمې څرمن ناڅاپه په سخته بيمارۍ پټه شوه او د واورې په شان سپينه شوه. کله چې هارون ورته وکتل نو وې ليدل چې د هغې څرمن په بيمارۍ پټه وه،