Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 4:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 نو بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ورټيټ شه او د لکۍ نه يې کلک راونيسه.“ نو موسىٰ ورټيټ شو او راوې نيولو او بيا ترې نه امسا جوړه شوه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 4:4
9 Iomraidhean Croise  

هغۀ ورته وفرمائيل، ”دا بهر راوباسه.“ او هغه سړى خپل لاس وراوږد کړو او راوايې خستلو.


تۀ به په ازمرى او مار باندې پښې ږدې، تۀ به ځوان زمرے او اژدها د پښو لاندې کړې.


مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”دا په زمکه وغورزوه.“ چې کله موسىٰ دا په زمکه وروغورزوله، نو يو مار ترې جوړ شو او موسىٰ ترې نه منډه کړه.


مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”هم داسې وکړه چې د بنى اِسرائيلو يقين راشى چې مالِک خُدائ د دوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک، د اِبراهيم، اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک تا ته راڅرګند شوے دے.“


کۀ هغوئ مارانو له لاس وروړى يا زهر وخورى نو هغوئ ته به ضرر نۀ رسى، او په کومو بيمارانو چې هغوئ لاس کېږدى، هغوئ به روغ شى.“


ګورئ، ما تاسو له اختيار درکړو چې ماران او لړمان د پښو لاندې کړئ او د دشمن طاقت هم ختموئ او هيڅ څيز به هم تاسو ته نقصان نۀ شى درکولے.


خو د هغۀ مور خادِمانو ته ووئيل، ”هر څۀ چې دے درته فرمائى هغه کوئ.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan