30 هارون هغوئ ته هر څۀ وفرمائيل څۀ چې مالِک خُدائ موسىٰ ته فرمائيلى وُو او د خلقو په مخکښې يې هغه ټولې معجزې وکړې.
نو موسىٰ کوز شو او د قوم مشران يې راغونډ کړل او کوم حُکم چې مالِک خُدائ هغۀ ته کړے وو هغه ټولې خبرې يې هغوئ ته بيان کړې.
بيا موسىٰ مالِک خُدائ له جواب ورکړو، ”خو ګوره، کۀ بنى اِسرائيل په ما يقين ونۀ کړى او زما خبرې ته غوږ ونۀ نيسى نو زۀ څۀ وکړم کۀ هغوئ ووائى چې تۀ ما ته راڅرګند شوے نۀ يې؟“
تۀ به هغۀ ته هغه خبرې وښائې چې کومې به کوى. زۀ به ستاسو دواړو په خبرو کښې مدد وکړم او زۀ به تاسو دواړو ته ووايم چې څۀ به کوئ.
هغه به ستا د خبرو وياند وى او ستا په ځائ به خلقو ته خبرې کوى. نو تۀ به د هغۀ دپاره د خُدائ پاک په شان يې او ورته به ښائې چې څۀ به وائى.