28 بيا موسىٰ هارون ته هغه هر څۀ وفرمائيل څۀ چې مالِک خُدائ د فرمائيلو دپاره لېږلے وو، هغۀ د هغه معجزو په حقله هم هغۀ ته وفرمائيل د کومو چې مالِک خُدائ د کولو حُکم ورکړے وو.
نو موسىٰ کوز شو او د قوم مشران يې راغونډ کړل او کوم حُکم چې مالِک خُدائ هغۀ ته کړے وو هغه ټولې خبرې يې هغوئ ته بيان کړې.
خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”نور نزدې مۀ راځه. پېزار وباسه، ځکه چې تۀ په پاکه زمکه ولاړ يې.
”د نينوه لوئ ښار ته لاړ شه او هغوئ ته هغه پېغام واوروه کوم به چې زۀ تا له درکوم.“
موسىٰ د بنى اِسرائيلو د قبيلو مشرانو ته دا اصُول وښودل.
هلک ورته جواب ورکړو چې پلاره، زۀ نۀ ځم، خو وروستو هغه پښېمانه شو او لاړو.