27 بيا مالِک خُدائ هارون ته وفرمائيل، ”د موسىٰ سره مِلاوېدو له صحرا ته لاړ شه.“ نو هغه د هغۀ سره د خُدائ پاک په غرۀ کښې مِلاوېدو له لاړو، او چې کله هغه د هغۀ سره مِلاو شو، نو هغه يې ښُکل کړو.
بيا يعقوب، راحيل ښُکل کړه او د خوشحالۍ نه په ژړا شو،
الياس پاڅېدو، خوراک څښاک يې وکړو او دې خوراک هغۀ له دومره طاقت ورکړو چې سينا ته څلوېښت ورځې مزل وکړى، کوم چې د خُدائ پاک غر دے.
هغۀ خپل خِدمتګار موسىٰ ورولېږلو، او ورسره يې کوم چې هغۀ غوره کړے وو هارون ورولېږلو.
يترو د موسىٰ د ښځې او د هغې د دوو زامنو سره بيابان ته راغلو چرته چې موسىٰ د خُدائ پاک غرۀ ته نزدې اوسېدو.
نو موسىٰ هغۀ سره مِلاوېدو دپاره بهر لاړو، د هغۀ په مخکښې د عزت نه ټيټ شو او ښُکل يې کړو. هغوئ د يو بل د خېر خېريت پوښتنه وکړه او بيا د موسىٰ خېمې ته دننه راغلل.
او موسىٰ خُدائ پاک له غرۀ ته وروختلو. مالِک خُدائ د غرۀ نه هغۀ ته آواز وکړو او ورته يې وفرمائيل چې، ”بنى اِسرائيلو يعنې د يعقوب اولاد ته داسې ووايه.
چې کله خلقو د تندرونو او د بيګل آواز واورېدو او برېښناګانې او د غرۀ لوګى يې وليدل، هغوئ د يرې نه ولړزېدل او لرې ودرېدل.
موسىٰ د خپل مدد کوونکى يشوَع سره روان شو او موسىٰ د خُدائ پاک غرۀ ته بره ختلو.
د موسىٰ سخر يترو د ميديان اِمام وو. يوه ورځ چې کله موسىٰ د هغۀ ګډې او چېلۍ څرولې، هغۀ رمه د بيابان نه واړوله او د خُدائ پاک غر سينا ته راغلو.
د يو نه دوه کسان ښۀ وى، ځکه چې هغوئ د خپل محنت نه ښۀ فائده اخستے شى.
نو پاڅه او لاندې ورشه. تۀ د هغوئ سره بېتپوسه لاړ شه ځکه چې هغوئ ما درلېږلى دى.“