Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 4:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 مالِک خُدائ موسىٰ ته بيا وفرمائيل، ”اوس چې تۀ واپس مِصر ته روان يې، ګوره، چې د فِرعون په مخکښې هغه ټولې معجزې څرګندې کړې د کومو چې ما طاقت درکړے دے. خو زۀ به د هغۀ زړۀ سخت کړم او هغه به زما خلق تلو ته پرې نۀ ږدى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 4:21
34 Iomraidhean Croise  

بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ به بنى آدم نۀ پرېږدم چې هغوئ دې همېشه دپاره ژوندى وى، دا فانى مخلوق دے. د نن نه پس به دوئ د شپږ شلو کالو نه زيات ژوندى نۀ وى.“


مالِک خُدائ ترې نه تپوس وکړو چې، څنګه؟ نو هغه روح ورته ووئيل چې، زۀ به لاړ شم او د اخى‌اب په ټولو پېغمبرانو به دروغ ووايم. نو مالِک خُدائ ورته وفرمائيل چې، لاړ شه او هغه دوکه کړه. تۀ به کامياب شې.


هغۀ د خپل قوم نه تور کړل د مِصريانو زړونه، چې د دۀ د خِدمتګارانو سره چالاکى وکړى.


هغوئ هغه معجزې رايادې نۀ کړې کومې چې په مِصر کښې شوې وې، او نۀ هغه عجيبه کارنامې چې په ضُعن کښې شوې وې.


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”فِرعون له لاړ شه. ما د هغۀ او د هغۀ د درباريانو زړونه سخت کړى دى، چې زۀ په دوئ کښې خپلې دا معجزې څرګندې کړم


خو مالِک خُدائ د فِرعون زړۀ سخت کړو او بنى اِسرائيل يې تلو ته نۀ پرېښودل.


مالِک خُدائ د فِرعون زړۀ سخت کړو او دوئ يې تلو ته پرې نۀ ښودل.


موسىٰ او هارون د فِرعون په مخکښې دا ټولې معجزې وکړې، خو مالِک خُدائ به د فِرعون زړۀ سختولو او هغۀ به بنى اِسرائيل د هغۀ د مُلک نه تلو ته نۀ پرېښودل.


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”فِرعون به ستا خبره ځکه وانۀ ورى، چې زۀ د مِصر په مُلک کښې نورې معجزې هم وکړم.“


زۀ به د مِصريانو زړونه دومره سخت کړم چې هغوئ به په تاسو پسې درشى، نو په فِرعون، د هغۀ په لښکر، جنګى ګاډو او د هغۀ په آسونو سوارو کسانو فتح موندلو په وجه به زما عزت وشى.


زۀ به د فِرعون زړۀ سخت کړم او هغه به په دوئ پسې وى، خو زۀ به د فِرعون او د هغۀ په ټول لښکر فتح ومومم نو داسې به زما عزت وشى، او مِصريانو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“ نو بنى اِسرائيلو فرمانبردارى وکړه.


مالِک خُدائ د فِرعون زړۀ سخت کړو او هغه په بنى اِسرائيلو پسې روان شو نو بنى اِسرائيل زړَور روان وُو.


ما ته پته ده چې د مِصر بادشاه به تاسو تلو ته پرې نۀ ږدى ترڅو چې هغه مجبور کړے شوے نۀ وى.


خو زۀ به د خپل قُدرت نه کار واخلم او زۀ به هلته د عجيبه عجيبه کارونو کولو په ذريعه مِصريانو له سزا ورکړم. او د هغې نه پس به هغه تاسو تلو ته پرېږدى.


خو د فِرعون زړۀ تر اوسه پورې سخت وو. لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، هغۀ به د موسىٰ او هارون خبره نۀ اورېدله.


خو زۀ به د فِرعون زړۀ سخت کړم. کۀ زۀ هر څومره زياتې نښې او معجزې په مِصر کښې ښکاره کړم خو هغه به ستا خبره وانۀ ورى. بيا به زۀ د مِصريانو خِلاف د خپل لوئ طاقت نه کار واخلم او دوئ له به سخته سزا ورکړم. او زۀ به د خپل قوم خلق، بنى اِسرائيل د مِصر مُلک نه وباسم.


تۀ، ستا درباريان او ستا خلق به د چيندخو نه خلاص شى او د نيل درياب نه غېر به هيچرته هم پاتې نۀ شى.“


فِرعون چې کله دا وليدل چې خېر شو، نو هغۀ بيا خپل زړۀ سخت کړو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، چې فِرعون به د موسىٰ او هارون خبره نۀ اورى.


خو دا ځل هم فِرعون زړۀ سخت کړو او بيا يې خلق تلو ته نۀ پرېښودل.


خو مالِک خُدائ د فِرعون زړۀ سخت کړو، لکه څنګه چې هغۀ فرمائيلى وُو، چې فِرعون به د موسىٰ او هارون خبره نۀ اورى.


او لکه چې څنګه مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه مخکښې فرمائيلى وُو، فِرعون بنى اِسرائيل تلو ته نۀ پرېښودل.


د هغوئ زړونه سخت کړه، د هغوئ غوږونه کاڼۀ کړه او د هغوئ سترګې ړندې کړه، داسې نۀ وى چې هغوئ په خپلو سترګو وګورى او په خپلو غوږُونو واورى او خپلو زړونو کښې پوهه شى او زما طرف ته شفا دپاره راتاو شى.“


اے مالِکه خُدايه، تا ولې مونږ دې ته مجبور کړو چې ستا لارې نه واوړُو؟ او زمونږ زړونه دې ولې دومره سخت کړل چې ستا نه نۀ يريږو؟ د خپلو خِدمت کوونکو د خاطره راوګرځه، د هغه قبيلو د خاطره چې ستا ميراث دے.


”هغۀ د هغوئ سترګې ړندې کړې دى او زړونه يې ورله سخت کړى دى، نو چې هغوئ په خپلو سترګو ونۀ وينى او په خپلو زړونو کښې پرې پوهه نۀ شى او د رغېدو دپاره ما ته راونۀ ګرځى او زۀ يې روغ کړم.“


او څنګه چې هغوئ د خُدائ پاک پېژندل خوښ نۀ کړل نو خُدائ پاک هم هغوئ خپلو باطلو خيالاتو ته پرېښودل چې په هم دې بدعملۍ آخته وى.


نو دا د خُدائ پاک رضا ده چې په چا رحم کوى، او د چا زړونه سختوى.


مونږ هغوئ ته څوک چې مړۀ کيږى د هلاکېدو بوئ يُو او هغوئ څوک چې ژوندى کيږى ورته د ژوندون بوئ يُو. او دغه شان کار څوک کولے شى؟


مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د عروعير نه واخله، چې د ارنون مېدان په غاړه باندې دے او کوم ښار چې د هغه مېدان په مينځ کښې دے، تر جِلعاد پورې ټول ښارونه راباندې ونيول. داسې د يو ښار دېوالونه هم نۀ وُو چې زمونږ مخه يې نيولے وے.


مالِک خُدائ هغوئ په خپله تکړه کړى وُو چې د بنى اِسرائيلو سره جنګ وکړى، نو داسې هغوئ بېخى تباه کړے شول او ټول په بې‌رحمۍ سره ووژلے شول. دا هغه څۀ وُو چې مالِک خُدائ د دې حُکم موسىٰ له ورکړے وو.


او، ”يو داسې کاڼے چې د تيندک باعث جوړيږى او خلق پرې تيندک خورى او راغورزيږى.“ هغوئ تيندک خورى ځکه چې هغوئ د کلام نافرمانى کوى او هغوئ د دې کولو دپاره اول نه مقرر شوى وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan