19 چې کله موسىٰ په ميديان کښې وو مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”مِصر ته واپس لاړ شه، ځکه چې کومو خلقو تۀ وژلې هغه ټول مړۀ دى.“
چې کله فِرعون خبر شو چې څۀ شوى وُو، نو هغۀ د موسىٰ د وژلو کوشش وکړو، خو موسىٰ وتښتېدو او لاړو او د ميديان په مُلک کښې اوسېدو. يوه ورځ چې کله موسىٰ د يو کوهى سره ناست وو، د ميديان د اِمام يترو اووۀ لوڼه راغلې، چې اوبۀ راوباسى او د خپل پلار ګډو او چېلو دپاره ښانکونه ترې نه ډک کړى.
ډېره موده پس چې د مِصر بادشاه مړ شو، خو بنى اِسرائيلو د غلامۍ په وجه فرياد کولو نو هغوئ په چغو وژړل، ”خُدايه پاکه، زمونږ مدد وکړه.“
”پاڅه. ماشوم او مور يې د ځان سره کړه او د دوئ سره د بنى اِسرائيلو مُلک ته لاړ شه، ځکه چې د چا نه چې د دې ماشوم سر ته خطره وه هغه مړ شوے دے.“