Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 4:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 بيا موسىٰ واپس خپل سخر يترو له لاړو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”ما له اجازت راکړه چې واپس مِصر ته لاړ شم چې وګورم چې زما خپلوان ژوندى دى او کۀ نه.“ يترو موسىٰ ته ووئيل، ”په خېر لاړ شه.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 4:18
11 Iomraidhean Croise  

يوسف خپلو وروڼو ته وفرمائيل، ”زۀ يوسف يم. ولې زما پلار لا ژوندے دے؟“ خو چې د هغۀ وروڼو دا واورېدل، هغوئ دومره ويرېدل چې هغوئ خبرې هم نۀ شوې کولے.


اليشع يو نوکر بهر ورولېږلو چې هغۀ ته ووائى چې، ”لاړ شه او خپل ځان د اُردن په سيند کښې اووۀ ځل ووينځه، نو ستا څرمن به بيا ښۀ شى او تۀ به د جذام نه روغ شې.“


اليشع ورته وفرمائيل، ”په خېر لاړ شه.“ او نعمان لاړو. هغۀ لږ شان مزل کړے وو،


نو موسىٰ هلته اوسېدو ته راضى شو او يترو هغۀ ته خپله لور صفوره وادۀ کړه،


د موسىٰ سخر يترو د ميديان اِمام وو. يوه ورځ چې کله موسىٰ د هغۀ ګډې او چېلۍ څرولې، هغۀ رمه د بيابان نه واړوله او د خُدائ پاک غر سينا ته راغلو.


او بيا عيسىٰ هغې ښځې ته وفرمائيل چې، ”تۀ خپل ايمان بچ کړې، په خير لاړه شه.“


نو څو ورځې پس پولوس برنباس ته ووئيل چې، ”راځه چې واپس لاړ شُو او ايماندارانو سره مِلاو شُو په هر هغه ښار کښې چرته چې مونږ د مالِک کلام اورولے وو او د هغوئ د حال نه ځان خبر کړُو.“


نو د جيل مشر پولوس ته دا خبر ورکړو او وئ وئيل چې، ”منصفانو دا خبر رالېږلے دے چې تۀ او سيلاس دې آزاد کړے شى، نو اوس راوځئ او په خير لاړ شئ.“


هغوئ ټول چې د غلامۍ د جغ د لاندې دى، هغوئ دې خپل مالِکان پوره د عزت لائق وګڼى چې د خُدائ پاک نوم او زمونږ تعليم بدنام نۀ شى.


اِمام جواب ورکړو، ”په خېر لاړ شئ، ستاسو سفر د مالِک خُدائ نه منظور شوے دے.“


عيلى ورته ووئيل، ”په خېر لاړه شه او چې څۀ دې غوښتى وى نو د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دې هغه تا له درکړى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan