17 خپل ځان سره دا امسا يوسه، چې د دې سره به تۀ معجزې څرګندې کړې.“
اليشع جيحازى له مخ راوړولو او ورته يې وفرمائيل، ”ځان تيار کړه، زما امسا واخله او لاړ شه. په لاره باندې د چا سره سلام دُعا مۀ کوه او کۀ په تا څوک سلام اچوى نو جواب هم مۀ ورکوه. هغه کور ته سيدها لاړ شه او زما امسا د هلک په مخ باندې کېږده.“
خپله امسا پورته کړه او د درياب دپاسه يې ونيسه. اوبۀ به په مينځ بېلې شى او بنى اِسرائيل به د درياب په مينځ کښې په اوچه زمکه پورې وځى.
موسىٰ يشوَع ته وفرمائيل، ”يو څو سړى خوښ کړه او لاړ شه، سبا د عماليقيانو سره جنګ وکړه. زۀ به د غرۀ په سر ودرېږم او د خُدائ پاک طاقت لرونکې امسا به زما په لاس کښې وى.“
مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”دا ستا په لاس کښې څۀ دى؟“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”دا امسا ده.“
نو موسىٰ خپله ښځه او زامن واخستل او په يو خر باندې يې سوارۀ کړل او د دوئ سره مِصر ته روان شو، هغه امسا يې هم يوړه چې خُدائ پاک ورته ښودلې وه.
”هغه امسا واخله چې کومه د لوظ صندوق مخې ته ده او بيا تۀ او هارون ټول قوم راغونډ کړئ. هلته د هغوئ ټولو په مخکښې هغه ګټ ته ووايه او د هغې نه به اوبۀ راوځى. نو داسې تۀ به د خلقو دپاره د ګټ نه اوبۀ راوباسې او هغوئ او د هغوئ ځناور به يې وڅښى.“
خو خُدائ پاک د دُنيا بېوقوفان غوره کړل د دې دپاره چې هوښياران شرمنده کړى، او خُدائ پاک د دُنيا کمزورى غوره کړل د دې دپاره چې زورَور شرمنده کړى.