16 هغه به ستا د خبرو وياند وى او ستا په ځائ به خلقو ته خبرې کوى. نو تۀ به د هغۀ دپاره د خُدائ پاک په شان يې او ورته به ښائې چې څۀ به وائى.
ما وئيل چې، ”تاسو خو خُدايان يئ، تاسو ټول د خُدائ تعالىٰ بچيان يئ.
زما خبره واوره زۀ به تا له يوه ښۀ مشوره درکړم او خُدائ پاک به ستا مل وى. ستا دپاره به دا ښۀ وى چې تۀ د خلقو لانجې راوړې او د خُدائ پاک په حضور کښې يې پېش کوې.
نو اوس لاړ شه. زۀ به ستا د خولې نه خبرې کوم او زۀ به تا ته وښايم چې څۀ به وائې.“
هارون هغوئ ته هر څۀ وفرمائيل څۀ چې مالِک خُدائ موسىٰ ته فرمائيلى وُو او د خلقو په مخکښې يې هغه ټولې معجزې وکړې.
بيا يرمياه يو بل تش طومار راواخستلو او باروک ليکوال د نيرياه زوئ له يې ورکړو، نو څنګه به چې يرمياه فرمائيل نو هغه ټول الفاظ يې په کښې دوباره وليکل کوم چې په هغه طومار کښې ليکلے شوى وُو چې يهويقيم د يهوداه بادشاه په اور کښې اچولے او سوزولے وو. او د هغې نه علاوه يې نوره هم په دې موضوع رڼا واچوله.