Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 4:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 نو په دې باندې مالِک خُدائ موسىٰ ته غصه شو او وې فرمائيل، ”ستا ورور هارون، ليوى خو شته دے، ما ته پته ده چې هغه په خبرو کولو کښې تکړه دے. ګوره، اوس هغه تا سره مِلاوېدو له راروان دے او هغه به ستا په ليدو په زړۀ کښې خوشحاله شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 4:14
19 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ، خُدائ پاک سمدستى عُزه ته په قهر شو او وې وژلو ځکه چې هغۀ په بې‌ادبۍ سره د لوظ صندوق له لاس وروړے وو. عُزه د لوظ صندوق په خوا کښې مړ شو،


مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دوه ځل سليمان ته څرګند شوے وو او دا حُکم يې ورکړے وو چې د پردو خُدايانو عبادت مۀ کوه، خو سليمان د مالِک خُدائ تابعدارى ونۀ کړه او د هغۀ نه واوړېدو. نو مالِک خُدائ سليمان ته په قهر شو


چې څۀ شوى وُو خُدائ پاک په هغې ناراضه شو، نو هغۀ بنى اِسرائيلو له سزا ورکړه.


هغۀ خپل خِدمتګار موسىٰ ورولېږلو، او ورسره يې کوم چې هغۀ غوره کړے وو هارون ورولېږلو.


خو موسىٰ ورته وفرمائيل، ”اے زما مالِکه خُدايه، زۀ تا ته سوال کوم چې بل څوک ورولېږه.“


خپل ځان سره دا امسا يوسه، چې د دې سره به تۀ معجزې څرګندې کړې.“


بيا مالِک خُدائ هارون ته وفرمائيل، ”د موسىٰ سره مِلاوېدو له صحرا ته لاړ شه.“ نو هغه د هغۀ سره د خُدائ پاک په غرۀ کښې مِلاوېدو له لاړو، او چې کله هغه د هغۀ سره مِلاو شو، نو هغه يې ښُکل کړو.


هغوئ ووئيل، ”مالِک خُدائ صِرف د موسىٰ په ذريعه خبرې کړې دى څۀ؟ هغۀ زمونږ په ذريعه خبرې نۀ دى کړې څۀ؟“ هغوئ چې څۀ ووئيل نو مالِک خُدائ هغه واورېدل.


دا زمونږ او د روحُ القُدس خوښه ده چې د دې ضرورى خبرو نه زيات په تاسو نور بوج وانۀ چوُو.


خو زما روح آرام ونۀ موندو ځکه چې ما خپل ورور تيطوس هلته ونۀ ليدلو، نو د هغوئ نه مې رُخصت راواخستو او مِکدونيه ته لاړم.


ځکه چې نور ټول د خپلو ګټو په تلاش کښې دى، نه چې د عيسىٰ مسيح.


ما بيا موسىٰ او هارون ولېږل او په مِصر باندې مې لوئ افتونه راوستل او د هغې نه پس ما تاسو راوويستلئ.


کله چې يعقوب او د هغۀ خاندان مِصر ته لاړل، نو ستاسو پلار نيکۀ د مدد دپاره فرياد وکړو او هغۀ موسىٰ او هارون راولېږل او هغوئ ستاسو پلار نيکۀ د مِصر نه راوويستل او په دې مُلک کښې يې دېره کړل.


عيلى ته د مالِک خُدائ نه د دې پېغام سره د مالِک خُدائ نه يو پېغمبر راغلو، ”کله چې ستا پلار نيکۀ هارون او د هغۀ خاندان د مِصر د فِرعون غلامان وُو، نو ما خپل ځان هارون ته څرګند کړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan