12 نو اوس لاړ شه. زۀ به ستا د خولې نه خبرې کوم او زۀ به تا ته وښايم چې څۀ به وائې.“
هغۀ خپل خِدمتګار موسىٰ ورولېږلو، او ورسره يې کوم چې هغۀ غوره کړے وو هارون ورولېږلو.
ستا د رضا پوره کولو ما ته تعليم راکړه، ځکه چې تۀ زما خُدائ پاک يې. ستا نېک روح دې په هوار مېدان کښې زما رهنمائى وکړى.
د مست آس يا قچر په شان مۀ جوړېږئ چې د واګو او قېزې نه بغېر نۀ قابو کيږى.
خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”زۀ به ستا مل يم او چې تۀ کله دا خلق د مِصر نه بهر بوځې، نو تۀ به په دې غر دپاسه زما عبادت وکړې. هغه به د دې ثبوت وى چې تۀ ما لېږلے يې.“
خو موسىٰ ورته وفرمائيل، ”اے زما مالِکه خُدايه، زۀ تا ته سوال کوم چې بل څوک ورولېږه.“
تۀ به هغۀ ته هغه خبرې وښائې چې کومې به کوى. زۀ به ستاسو دواړو په خبرو کښې مدد وکړم او زۀ به تاسو دواړو ته ووايم چې څۀ به کوئ.
هغه به ستا د خبرو وياند وى او ستا په ځائ به خلقو ته خبرې کوى. نو تۀ به د هغۀ دپاره د خُدائ پاک په شان يې او ورته به ښائې چې څۀ به وائى.
هغۀ زما خبرې د تُورې په شان تېرې کړې. او د خپل لاس د سورى لاندې يې پټ کړم، هغۀ زۀ د غشى په شان تېرۀ کړم او په خپل د غشو تيلۍ کښې يې پټ وساتلم.
خُدائ تعالىٰ ما له د يو اُستاذ ژبه راکړې ده، د دې دپاره چې ستړو خلقو له تسلى ورکړم. هر سحر هغه ما پاڅوى او هغه زما په زړۀ کښې دا جذبه اچوى چې د هغۀ ښودنې ته غوږ ونيسم.
نو بيا مالِک خُدائ خپل لاس راوږد کړو، او زما خولې له يې راوړو او راته يې وفرمائيل، ”ګوره، ما خپل کلام ستا په خولۀ کښې واچولو.
موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”نو داسې به تاسو ته پته ولګى چې مالِک خُدائ زۀ د دې دپاره رالېږلے يم چې دا ټول کارونه وکړم او چې ما څۀ هم کړى دى نو هغه مې د ځان نه نۀ دى کړى.
خو هر کله چې تاسو ونيولے شئ او عدالت ته بوتلے شئ نو د اول نه تاسو مۀ پرېشانه کېږئ چې تاسو به څۀ وايئ. خو هر کله چې وخت راشى نو هغه وخت چې څۀ د وينا دپاره درکړے شى هغه وايئ، ځکه چې دا به ستاسو خبرې نۀ وى بلکې ستاسو په ژبه به روحُ القُدس ګويا وى.
يوه ورځ داسې وشول چې عيسىٰ په يو ځائ کښې دُعا کوله. هغۀ چې دُعا خلاصه کړه نو د هغۀ يو مريد ورته ووئيل، ”مالِکه، مونږ ته د دُعا کولو طريقه وښايه لکه څنګه چې يحيىٰ خپلو مريدانو ته ښودلې وه.“
خو مددګار يعنې روحُ القُدس چې پلار به يې زما په نوم راولېږى، هغه به تاسو ته هر څۀ وښائى او درته به هغه هر څۀ دريادوى، چې ما تاسو ته فرمائيلى دى.
او زما دپاره هم دُعا کوئ چې کله زۀ خبرې کوم چې ما له داسې کلام راکړے شى چې زۀ پرې په زړۀ ورتيا سره د زيرى رازونه څرګند کړم
زۀ به هغوئ له د هغوئ د خپلو خلقو نه ستا په شان يو پېغمبر ورولېږم، زۀ به هغۀ ته وښايم چې هغه به څۀ وائى او زۀ چې کوم حُکم ورکوم نو هم هغه شان به يې خلقو ته ورسوى.