11 مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”بنى آدم له ژبه څوک ورکوى؟ ګونګول او کڼول څوک کوى؟ نظر ورکول يا ړندول څوک کوى؟ دا زۀ، مالِک خُدائ کوم.
راځئ چې لاندې ورشُو او د دوئ ژبې ګډې وډې کړُو نو د يو بل په خبرو به نۀ پوهيږى.“
داسې څۀ شته چې د مالِک خُدائ دپاره مشکل وى؟ لکه چې څنګه ما ووئيل، په راتلونکى کال به زۀ واپس راځم او د ساره به يو زوئ پېدا شى.“
مالِک خُدائ ړندو ته نظر ورکوى. او هغه ټول راکونټى شوى راوچته وى، مالِک خُدائ د صادقانو سره مينه کوى.
اے مالِکه خُدايه زما شونډې خلاصې کړه، او زۀ به په خپله خولۀ ستا ثناء صِفت وکړم.
هغۀ چې مونږ له يې غوږونه راکړل خپله اورېدے نۀ شى څۀ؟ هغۀ چې مونږ له يې سترګې راکړې نو په خپله ليدلے نۀ شى څۀ؟
غوږونه چې اورېدل او سترګې چې ليدل کوى مالِک خُدائ دا دواړه جوړ کړى دى.
تۀ به د ړندو سترګې وغړوې او هغه خلق به آزاد کړې چې کوم د قېدخانې په تيارۀ کښې پراتۀ دى.
هغۀ زما شونډو له بَله سکروټه وروړله او وې فرمائيل، ”دا سکروټه ستا د شونډو سره لګېدلې ده، نو په دې وجه ستا قصور ختم شو او ستا ګناهونه معاف شول.“
خو ما ورته ووئيل چې، ”اے قادر مطلق خُدايه، ما ته خو د صحيح خبرو کولو طريقه هم نۀ راځى ځکه چې زۀ خو لا هلک يم.“
نو بيا مالِک خُدائ خپل لاس راوږد کړو، او زما خولې له يې راوړو او راته يې وفرمائيل، ”ګوره، ما خپل کلام ستا په خولۀ کښې واچولو.
د هغه کس د راتلو نه يو ماښام وړاندې، د مالِک خُدائ لاس په ما باندې وو، هغۀ زما خولۀ په سحر کښې د هغه سړى د راتلو نه وړاندې پرانستله. نو بيا زما خولۀ پرانستلے شوې وه او زۀ نور چپ نۀ شوم پاتې کېدے.
کله چې په ښار کښې بيګل وغږيږى نو خلق نۀ يريږى؟ کله چې يو ښار باندې افت راشى آيا دا مالِک خُدائ نۀ وى راوستے؟
چې ړاندۀ بينا کيږى، شل ګرځى، جذاميان پاکيږى، کاڼۀ اورى او مړى بيا ژوندى کيږى او غريبانان ښۀ زېرے اورى.
خو اوس واوره چې تۀ به د خبرو طاقت بائيلې او د دې کار د کېدو پورې به ستا خولۀ بنده وى ځکه چې تا په ما باور ونۀ کړو، او په خپل مقرر وخت به زما خبره صحيح ثابته شى.“
سمدستى د هغۀ شونډې او ژبه آزاد شول او هغه ګويا شو او د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله.
خو نورو وئيل چې، ”په چا چې پيريان ناست وى هغه داسې خبرې نۀ شى کولے. ولې پيرے د ړوند سترګې روغولے شى څۀ؟“