Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 4:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 خو موسىٰ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”اے زما مالِکه خُدايه، ما مۀ لېږه. زۀ صفا خبرې نۀ شم کولے نه د مخکښې نه په خبرو کولو کښې ښۀ وم او نه تاسو سره د خبرو کولو نه پس تکړه يم او ژبه مې هم انښلى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 4:10
11 Iomraidhean Croise  

”په دې کښې هيڅ شک نشته چې تاسو په هر څۀ پوهېږئ، او چې کله تاسو مرئ نو ستاسو پوهه به تاسو سره ختمه شى.


خو موسىٰ خُدائ پاک ته وفرمائيل، ”زۀ څوک يم چې فِرعون له ورشم او بنى اِسرائيل د مِصر نه بهر بوځم؟“


بيا موسىٰ مالِک خُدائ له جواب ورکړو، ”خو ګوره، کۀ بنى اِسرائيل په ما يقين ونۀ کړى او زما خبرې ته غوږ ونۀ نيسى نو زۀ څۀ وکړم کۀ هغوئ ووائى چې تۀ ما ته راڅرګند شوے نۀ يې؟“


خو موسىٰ ورته وفرمائيل، ”بنى اِسرائيل چې زما خبره نۀ اورى، نو فِرعون به يې څنګه واورى؟ زۀ خو په خبرو کولو کښې تکړه نۀ يم.“


خو موسىٰ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”تا ته پته ده چې زۀ په خبرو کولو کښې تکړه نۀ يم، نو فِرعون به زما خبره څنګه واورى؟“


خو ما ورته ووئيل چې، ”اے قادر مطلق خُدايه، ما ته خو د صحيح خبرو کولو طريقه هم نۀ راځى ځکه چې زۀ خو لا هلک يم.“


ما تاسو د مِصر نه بهر راوويستئ، او ما تاسو د غلامۍ د مُلک نه آزاد کړئ. ما موسىٰ سره د هارون او مريم درولېږل چې ستاسو لارښودنه وکړى.


نو موسىٰ د مِصريانو د ټول حکمت او پوهې تعليم حاصل کړو او هغه په کارونو او کلام کښې ښۀ قابل شو.


ځکه چې د ځينو خلقو زما په حقله دا سوچ دے چې، د هغۀ خطونه اثرناک او زبردست دى خو چې کله هغه په خپله حاضر وى نو کمزورے وى او د هغۀ تقرير فضول وى.


دا ده چې زۀ په تقرير کولو کښې ماهر نۀ يم خو په عِلم کښې هم کم نۀ يم، مونږ په هر حال او په ټولو خبرو کښې تاسو ته دا وښودل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan