8 هغوئ هم د هغه کتان نه د سينې جېب جوړ کړو چې د کوم نه پېش بند جوړ وو او هم هغه شان ګُلکارى پرې شوې وه.
زۀ به تر ابده خپله مينه د هغۀ سره ساتم، زۀ به خپل لوظ د هغۀ سره کله هم نۀ ختموم.
اونيکس کاڼى او نور قيمتى کاڼى چې د مشر اِمام په مقدس واسکټ باندې چې پېش بند ورته وائى او د هغۀ د سينې جېب باندې ولګولے شى.
او مالِک خُدائ وفرمائيل، ”د مقدسې خېمې يعنې زما د حضور خېمې دننه برخه د کتان د لسو پړدو نه جوړه کړه چې دا د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ د وړۍ نه تياره وى. په دې باندې په ګُلکارۍ کښې د وزرو والا مخلوق جوړ کړه.
هغوئ ته ووايه چې يو د سينې جېب، يو پېش بند، يوه چُوغه، يو قميص چې ګُلکارى ورباندې شوې وى، يو پټکے او يو کمربند جوړ کړى. هغوئ به د اِمامانو دا جامې ستا ورور هارون او د هغۀ زامنو له جوړوى، چې دوئ د اِمامانو په توګه زما خِدمت وکړى.
دا څلورګوټه او دوه غبرګه وو، نهۀ اِنچۍ اوږد او نهۀ اِنچۍ پلن وو.
هغۀ صداقت د زغرې په شان واغوستو او د خلاصون ټوپۍ يې په سر کړه. د بدل جامې يې واغوستې او د غېرت څادر يې ځان نه تاو کړو.
نو ځکه مضبوط ودرېږئ او د حقيقت پېټۍ د ملا نه تاؤ کړئ او د صداقت زغره واغوندئ.