6 هغوئ اونيکس کاڼى تيار کړل او په سرو زرو کښې يې ګېر کړل، په دې باندې د يعقوب د دولسو زامنو نومونه د يو ماهِر زرګر په ذريعه ليکلے شوى وُو.
د اوفير سرۀ زر د دې قيمت نۀ شى پوره کولے، نۀ يې اونيکس کاڼى او نۀ يې نيلم کاڼى پوره کولے شى.
اونيکس کاڼى او نور قيمتى کاڼى چې د مشر اِمام په مقدس واسکټ باندې چې پېش بند ورته وائى او د هغۀ د سينې جېب باندې ولګولے شى.
په هغه دوو کاڼو باندې د يعقوب د زامنو نومونه د يو ماهِر زرګر په ذريعه وليکه او دا کاڼى په سرو زرو کښې ګېر کړه.
دا د پېش بند د ولى په پټو باندې ولګوه چې د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو نمائندګى کوى. نو داسې هارون به د هغوئ نومونه ګرځوى، نو زۀ، مالِک خُدائ به خپل خلق همېشه دپاره ياد ساتم.
دوه اونيکس کاڼى واخله او په هغې باندې د يعقوب د دولسو زامنو نومونه پاخۀ وليکه،
اونيکس کاڼى او نور قيمتى کاڼى چې د مشر اِمام په پېش بند او د هغۀ د سينې په جېب ولګولے شى.
يو ښۀ ګُلکارى شوے کمربند، چې هغه هم د هغه سامان نه جوړ وو، هغه د پېش بند سره انښلولے شوے وو او ورسره يو ځائ شوے وو، هم هغه شان لکه څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو.
تۀ په باغِ عدن کښې، د مالِک خُدائ په باغ کښې وې، هر قسم قيمتى کاڼو لکه ياقوت، طوپاز، هيره، ايکوامرين، اونيکس کاڼى، جاسپر، نيلم، زمرد او لعلونو تۀ ښائسته کړے وې. تۀ د سرو زرو کار ښکلے کړے وې. په کومه ورځ چې ستا تخليق وشو دا ستا دپاره تيار کړے شوى وُو.