5 يو ښۀ ګُلکارى شوے کمربند، چې هغه هم د هغه سامان نه جوړ وو، هغه د پېش بند سره انښلولے شوے وو او ورسره يو ځائ شوے وو، هم هغه شان لکه څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو.
کتان، د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ، د چېلو د وړۍ کپړه،
يو ښۀ ګُلکارى شوے کمربند چې د سرو زرو آسمانى او کاسنى او سور رنګ تارونو نه جوړ وى هغه دې د پېش بند سره ونښلولے شى.
بيا هارون ته د اِمامانو دا لِباس ورواغونده، قميص او چُوغه چې کومه د پېش بند لاندې اغوستلے کيږى، پېش بند او د سينې جېب د ښۀ ګُلکارى شوى کمربند سره وتړه.
هغوئ د پېش بند دپاره دواړو طرفو ته د ولى پټۍ لګولې وې، چې د دې په ذريعه تړلے شو.
هغوئ اونيکس کاڼى تيار کړل او په سرو زرو کښې يې ګېر کړل، په دې باندې د يعقوب د دولسو زامنو نومونه د يو ماهِر زرګر په ذريعه ليکلے شوى وُو.
صداقت به د هغۀ ملاتړ وى او وفادارى به د هغۀ کمربند وى.
هغۀ هارون ته هغه قميص او چُوغه ورواغوستله او د ملا نه يې پټۍ ورله تاو کړه. هغه پېش بند يې ورواغوستلو او په يو ښۀ ګُلکارى شوى کمربند سره يې ونښلولو چې د هغۀ د ملا نه تاو وو.
او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“
ځکه چې کومې خبرې ما تاسو ته حواله کړې نو هغه ما د مالِک نه حاصلې کړې دى، چې په کومه شپه د مالِک عيسىٰ مُخبرى وشوه روټۍ يې راواخسته،
او د دې ډيوټونو په مينځ کښې ما يو کس د اِبن آدم په شان وليدلو چې تر پښو پورې يې چُوغه اغوستې وه او په سينه يې د سرو زرو سينه بند تاو کړے وو.