Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 39:42 - Pakistani Yousafzai Pashto

42 بنى اِسرائيلو ټول کار هم هغه شان سر ته رسولے وو چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 39:42
15 Iomraidhean Croise  

په اتمه يعنې د بول په مياشت کښې، د سليمان د بادشاهۍ په يوولسم کال هغه کور په پوره توګه هم هغه شان جوړ شو، چې څنګه د دې منصوبه جوړه شوې وه. د دې په جوړېدو باندې د سليمان اووۀ کاله لګېدلى وُو.


داؤد چې د خزانو او نورو معامِلو دپاره اِمامانو او ليويانو ته کوم اصُول ښودلى وُو هغه پوره پوره سر ته رسېدلى وُو.


بيا بنى اِسرائيل لاړل او هغه شان يې وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ او هارون له حُکم ورکړے وو.


ستاسو ټول کسبګر دې راشى او هغه هر څۀ دې جوړ کړى د کوم چې مالِک خُدائ حُکم درکړے دے،


د مالِک خُدائ د حضور خېمې ټول کار په ښۀ توګه سر ته ورسېدو. بنى اِسرائيلو هر څۀ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.


او د اِمامانو ښائسته لِباس چې په مقدس ځائ کښې د خِدمت په وخت اغوستلے شو. د هارون او د هغۀ د زامنو دپاره مقدس لِباس وو چې کله هغوئ د اِمامانو په توګه خِدمت کولو.


موسىٰ هغه ټول کار ته وکتل او وې ليدل چې هغوئ دا په صحيح توګه هم هغه شان کړے وو څنګه چې مالِک خُدائ حُکم کړے وو. نو موسىٰ د هغوئ دپاره برکت وغوښتلو.


نو د مالِک خُدائ د هدايت په مطابق زۀ لاړم او لنګ مې هلته پټ کړو.


کۀ وريځ به دوه ورځې، مياشت، کال، يا زياته د مقدسې خېمې دپاسه ولاړه وه، نو هغوئ به سفر نۀ کولو، خو چې کله به وريځ اوچته شوه، نو هغوئ به سفر کولو.


او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“


هغه هر څۀ کوئ چې ما يې حُکم درکړے دے، په دې کښې مۀ څۀ کموئ او مۀ څۀ زياتوئ.


خپل ځان د خُدائ پاک په وړاندې مقبول او د يو داسې خدمتګار په شان د پېش کولو کوشش وکړه چې په خپل کار نۀ شرميږى، او چې د حق د کلام تعليم په صحيح توګه پېش کوى.


ما ښۀ جنګ وکړو، خپله منډه مې پوره کړه، او تر آخره په خپل ايمان قائم پاتې شوم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan