40 د دربار دپاره پړدې او د دې ستنې او پښې، دربار ته د ننوتلو دپاره پړده او د دې رسۍ، د خېمې دپاره موږى، او هغه ټول سامان چې په خېمه کښې استعمالېدلو،
د زېړو قربانګاه او ورسره د دې د زېړو جالۍ، د دې د وړلو دپاره بازوګان او د دې ټول سامان، د وينځلو دپاره ښانک او د دې بېخ،
او د اِمامانو ښائسته لِباس چې په مقدس ځائ کښې د خِدمت په وخت اغوستلے شو. د هارون او د هغۀ د زامنو دپاره مقدس لِباس وو چې کله هغوئ د اِمامانو په توګه خِدمت کولو.
تاسو چې په کومه خېمه کښې اوسېږئ هغه لويه کړئ او پړدې يې خوَرې کړئ، بچت مۀ کوئ، د خېمې پړى اوږدۀ کړئ او موږى يې کلک کړئ.