4 هغوئ د پېش بند دپاره دواړو طرفو ته د ولى پټۍ لګولې وې، چې د دې په ذريعه تړلے شو.
د زنځيرونو دوه سرونه په هغه دوه څيزونو پورې وتړه چې په هغې کښې کاڼى ګېر کړے شوى دى او دا د پېش بند د اوږې په پټو باندې مخکښې طرف ته ونښلوه.
دواړو طرفونو ته دې ورباندې د اوږې پټۍ لګېدلې وى، چې د دې په ذريعه تړلے شى.
هغوئ د سرو زرو پاڼې وټکولې او نرى نرى تارونه يې ترې نه جوړ کړل چې په کتان او د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ په وړۍ جوړولو کښې ترې نه کار اخستلے شو.
يو ښۀ ګُلکارى شوے کمربند، چې هغه هم د هغه سامان نه جوړ وو، هغه د پېش بند سره انښلولے شوے وو او ورسره يو ځائ شوے وو، هم هغه شان لکه څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو.