39 د زېړو قربانګاه او ورسره د دې د زېړو جالۍ، د دې د وړلو دپاره بازوګان او د دې ټول سامان، د وينځلو دپاره ښانک او د دې بېخ،
هم په هغه ورځ هغۀ د دربار مرکزى حِصه هم وقف کړه، کومه حِصه چې د مالِک خُدائ کور ته مخامخ وه. هغۀ هلته پوره سوزېدونکې نذرانې، د غلې نذرانې، او د سلامتۍ نذرانو دپاره د څاروو وازګه پېش کړه. هغۀ داسې په دې وجه وکړل چې د زېړو قربانګاه د دې ټولو نذرانو دپاره ډېره وړه وه.
د کيکر لرګى نه يوه قربانګاه جوړه کړه. هغه به څلورګوټه وى، چې اووۀ نيم فټه اوږده وى، اووۀ نيم فټه پلنه او څلور نيم فټه لوړه وى.
او تۀ د زېړو يوه جالۍ هم جوړه کړه او د هغې په ګوټونو باندې د وړلو دپاره څلور د زېړو کَړۍ ولګوه.
”د وينځلو دپاره د زېړو يو ښانک جوړ کړه چې بېخ يې هم د زېړو وى. دا د خېمې او د قربانګاه په مينځ کښې کېږده او په هغې کښې اوبۀ واچوه.
هغۀ د دې نه د مالِک خُدائ د حضور خېمې د دروازې دپاره پښې، د زېړو قربانګاه سره د زېړو جالۍ او د قربانګاه دپاره نور ټول سامان جوړ کړو،
د سرو زرو قربانګاه، د غوړولو تېل، د خوشبويۍ مصالحې، خېمې ته د ننوتلو دروازې دپاره پړده،
د دربار دپاره پړدې او د دې ستنې او پښې، دربار ته د ننوتلو دپاره پړده او د دې رسۍ، د خېمې دپاره موږى، او هغه ټول سامان چې په خېمه کښې استعمالېدلو،