Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




هِجرت 39:38 - Pakistani Yousafzai Pashto

38 د سرو زرو قربان‌ګاه، د غوړولو تېل، د خوشبويۍ مصالحې، خېمې ته د ننوتلو دروازې دپاره پړده،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




هِجرت 39:38
11 Iomraidhean Croise  

زۀ د مالِک خُدائ زما د خُدائ پاک د نوم د درناوى دپاره يو کور جوړوم. دا به يو مخصوص ځائ وى چرته به چې د هغۀ په مخکښې خوشبوئى سوزولے شى، د قربانۍ خاص روټۍ پېش کولے شى او چې په هر سحر او ماښام، د سبت په ورځ، د نوې مياشتې په اخترونو او د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک په نورو مقررو اخترونو باندې سوزېدونکې نذرانې پېش کولے شى. هغۀ اِسرائيل له حُکم ورکړے دے چې دا کار به د همېشه دپاره کوئ.


د ډيوو دپاره تېل، د غوړولو د تېلو دپاره مصالحې او د خوشبويۍ مصالحې،


د خوشبويۍ سوزولو دپاره، د کيکر د لرګى نه يوه قربان‌ګاه جوړه کړه.


بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،


د هغې په چت، څلورو واړو طرفونو او د هغې د ښکرونو په شان څيزونو باندې د سوچه سرو زرو پترى وخېژوه او ګېرچاپېره ترې نه د سرو زرو غاړه شان تاو کړه.


هر سحر وختى چې هارون کله د ډيوو تيارولو له راځى، هغه به په دې باندې خوشبويۍ سوزوى.


د غوړولو تېل او د مقدس ځائ دپاره خوشبويۍ. دا څيزونه دې هم هغه شان جوړ کړى چې څنګه ما تا ته حُکم کړے دے.“


د ډيوو دپاره تېل، او د غوړولو تېلو دپاره د خوشبويۍ مصالحې،


هغۀ د غوړولو مقدس تېل او سوچه خوشبوئى هم جوړه کړه، دا يې داسې مِلاو کړل لکه چې د عطرو والا دا کار کړے وى.


د سوچه سرو زرو ډيوټ، د دې ډيوې او د دې ټول سامان او د ډيوو دپاره تېل،


د زېړو قربان‌ګاه او ورسره د دې د زېړو جالۍ، د دې د وړلو دپاره بازوګان او د دې ټول سامان، د وينځلو دپاره ښانک او د دې بېخ،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan