35 د لوظ صندوق چې د کاڼو تختې په کښې پرتې وې، د دې د وړلو دپاره بازوګان او د دې د کفارې تخت هم،
د سوچه سرو زرو يو سر ورله جوړ کړه چرته به چې کفاره ادا کيږى، چې پينځۀ څلوېښت اِنچه اوږد وى او اوويشت اِنچه پلن وى.
د ګډو څرمنې نه جوړه شوې پړده چې سور رنګ ورکړے شوے وو، د ښې څرمنې نه جوړه پړده، د پټولو والا پړده،
مېز او د دې ټول سامان او خُدائ پاک ته پېش کړے شوې روټۍ،
د لوظ صندوق دپاسه د وزرو والا مخلوق جوړ شوى وُو چې د کفارې په تخت يې سورے کړے وو. مونږ اوس دا خبرې په نور تفصيل نۀ شُو بيانولے.
په دې طريقه روحُ القُدس دا اِشاره کوى چې تر اوسه پورې زيات مقدس ځائ ته لار خلاصه شوې نۀ ده لا ترڅو چې پخوانۍ خېمه ولاړه وه.