هِجرت 39:32 - Pakistani Yousafzai Pashto32 د مالِک خُدائ د حضور خېمې ټول کار په ښۀ توګه سر ته ورسېدو. بنى اِسرائيلو هر څۀ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو. Faic an caibideil |
حيرام لوښى، بېلچۍ او جامونه هم جوړ کړل. هغۀ د مالِک خُدائ د کور هغه ټول کار پوره کړو چې د سليمان دپاره يې کولو. هغۀ دا څيزونه جوړ کړل، دوه ستنې، د ستنو دپاره دوه د جامونو په شان سرونه، په هر يو باندې تړلى شوى زنځيرونه، څلور سوه د زېړو انار، چې د زنځيرونو نه ګېرچاپېره هر طرف سل سل په دوه قطاره کښې وُو، لس ګاډۍ، لس ښانکونه، ډيګۍ، دولس غوَيان چې ډيګۍ ورباندې پرته وه، لوښى، بېلچې او جامونه. حيرام چې سليمان بادشاه له د مالِک خُدائ د کور دپاره کوم سامان جوړ کړو هغه ټول د ځلېدونکى زېړو وو.