31 هغوئ دا د يو آسمانى رنګ مزى سره د پټکى مخې ته وتړله، هم هغه شان څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.
د سوچه سرو زرو نه يوه نښه جوړه کړه او په هغې باندې وليکه، ”مالِک خُدائ ته وقف شوے.“
هغوئ ته ووايه چې يو د سينې جېب، يو پېش بند، يوه چُوغه، يو قميص چې ګُلکارى ورباندې شوې وى، يو پټکے او يو کمربند جوړ کړى. هغوئ به د اِمامانو دا جامې ستا ورور هارون او د هغۀ زامنو له جوړوى، چې دوئ د اِمامانو په توګه زما خِدمت وکړى.
هغوئ د سوچه سرو زرو نه نښه جوړه کړه او په دې باندې يې وليکل ”مالِک خُدائ ته وقف شوے.“
د مالِک خُدائ د حضور خېمې ټول کار په ښۀ توګه سر ته ورسېدو. بنى اِسرائيلو هر څۀ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو.
موسىٰ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ حُکم ورکړے وو او چې کله ټول قوم هلته راغونډ شو،