3 هغوئ د سرو زرو پاڼې وټکولې او نرى نرى تارونه يې ترې نه جوړ کړل چې په کتان او د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ په وړۍ جوړولو کښې ترې نه کار اخستلے شو.
شهزادګۍ به په محل کښې ښکلې ښکارى، د سرو زرو تارونو نه يې جامې دى جوړې شوې.
کتان، د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ، د چېلو د وړۍ کپړه،
او مالِک خُدائ وفرمائيل، ”د مقدسې خېمې يعنې زما د حضور خېمې دننه برخه د کتان د لسو پړدو نه جوړه کړه چې دا د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ د وړۍ نه تياره وى. په دې باندې په ګُلکارۍ کښې د وزرو والا مخلوق جوړ کړه.
د ټولو نه تکړه کسانو د مالِک خُدائ د حضور خېمه جوړه کړه. هغوئ دا د مهينې لټې د لسو پړدو نه جوړه کړه چې د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ نه جوړې وې او په دې باندې په ګُلکارۍ کښې د وزرو والا مخلوق جوړ کړے شوے وو.
هغوئ د کتان، د آسمانى رنګ، کاسنى او د سور رنګ وړۍ، او د سرو زرو تار نه پېش بند جوړ کړو.
هغوئ د پېش بند دپاره دواړو طرفو ته د ولى پټۍ لګولې وې، چې د دې په ذريعه تړلے شو.